سړې هوا د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لسګونه کسان وژلي

پنجره ورځپاڼه: په بادغیس، فارياب، غزني او د هېواد بېلابېلو سيمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسانو د سړې هوا له امله خپل ژوند بايللی دی.

د غزني سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په تېرو درېیو ورځو کې پر نشه‌یي توکو اخته او بې‌سرپناه کسان د سختې سړې هوا له امله مړه شوي دي. سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې ويلي، چې دغه کسان د غزني د ښاروالۍ له خوا خښ شوي او د ۴ تنو نورو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د شمېرو له مخې غزني کې تر ۱۰۰ زرو زیات روږدي ژوند کوي، چې له دې منځه ۲۵ زره یې بې‌سرپناه دي.

له دې سره جوخت جوزجان سرچينې وایي، چې د دغه ولایت د اقچې ولسوالۍ په کوهستانات کلي کې دوې ښځې او یو ماشوم د سړې هوا او د ګرمولو امکاناتو د نه لرلو له امله مړه شوي دي.

ها خوا په فاریاب کې يوې سرچينې د طالبانو مسؤلينو له قوله ويلي، چې المار ولسوالۍ کې د سختې سړې هوا له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم د مړينې خبر ورکړی دی.

بادغیس کې ځایي سرچینې هم وایي، چې سړې هوا دوشنبه د مرغومي پر ۲۶ د دغه ولایت په ابکمري او بالامرغاب ولسوالیو کې د یوه سپین‌ږیري او درېیو ماشومانو ژوند اخیستی دی.

د يادونې وړ ده، چې په تېره یوه اونۍ کې بغلان او هرات ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله پر نشه‌یي توکو ۲۵ اخته کسانو هم خپل ژوند بايللی دی.

Back to top button