د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالره لیلاموي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې سبا د شنبې په ورځ د حمل پر ۱۹مه به د لیلام له لارې (۱۵) میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.

د افغانستان مرکزي بانک ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له وړو بانکونو او د اسعارو او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.

دغه بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې خپلې د راکړې ورکړې پیسې د نغدو پیسو په بڼه د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.

ظاهر څراغ

Back to top button