د پاکستان موقت لومړی وزیر وټاکل شو

د پاکستان پخوانی قاضي القضات د دغه هېواد موقت لومړی وزير وټاکل شو.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، عمران خان له واکه لرې او پر ځای يې د دغه هېواد پخوانی قاضي القضات ګلزار احمد د موقت وخت لپاره د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

د تحريک انصاف ګوند مشر فواد چودري هم په خپله ټویټر پاڼه ددې خبر د تاييدولو تر څنګ ويلي، چې عمران خان د ګوند مهمې کمیټې له پریکړې وروسته پخوانی قاضي القضات ګلزار احمد د لومړي وزير څوکۍ ته نوماند کړ.

د پاکستان د اساسي قانون پر اساس، برحاله واکمن لومړی وزير، چې په پارلمان کې، د نه باور  رايې اچونې سره مخ وي، د پارلمان د منحل کېدو غوښتنه نه شي کولای.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون ګوندونو په ګډه ايتلاف کړی و، چې د دغه هېواد لومړي وزير عمران خان څخه د باور رايه بېرته واخلي، خو نوموړي یې په ځواب کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته وړاندیز وکړ، چې پارلمان منحل اعلان کړي.

د پاکستان اوسنی موقت لومړی وزير ګلزار احمد تر دې وړاندې له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۲ ميلادي کال پورې د دغه هېواد د قاضي القضات په توګه دنده ترسره کړې ده.

Back to top button