د اکمل امیري او بصیر انداریي جسدونه خاورو ته سپارل شوي

پنجره ورځپاڼه: د ازادۍ جبهې د دوو وژل شویو سرتېرو «اکمل امیري او بصیر اندرابي» جسدونه پرون ورځ خاورو ته سپارل شوي دي.

دوی او د ازادۍ جبهې پنځه نور جنګیالي یوه اوونۍ مخکې په جنوبي سالنګ کې له طالبانو سره د سختو نښتو پر مهال وژل شوي وو او د راپورونو له مخې د ځینو جنازې یې لا هم کورنیو ته نه دي سپارل شوي.

اکمل امیر او بصیر اندرابي، دا دواړه د جمهوري نظام ملي اردو لوړپوړي سرتېري وو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د هغوی پر ضد وسله واله مبارزه پيل کړه او د ازادۍ جبهې په لیکو کې تر وروستیو سلګیو وجنګېدل.

بلخوا د ازادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې طالبان تورن کړي چې د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي او خپلوان یې ځورولي او خلک یې هم د جنازې او تدفین مراسمو ته نه دي پرېښي.

د راپورونو له مخې د اکمل امیري مړی پرون د کاپيسا په حصه اول ولسوالۍ او د بصیر اندرابي مړی هم په اندرابو کې د هغه د کورنۍ د ډېرو کمو غړو له خوا خاورو ته سپارل شوی.

طالبانو د ازادۍ جبهې د ځینو وژل شویو کسانو د جسدونو د نه سپارلو او یا د هغوی د جنازې د مراسمو د ممانعت د تورونو په تړاو څه تبصره نه ده کړې.

اخوا پرون او وړمه په ځینو اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو د اکمل امیر او د هغه د وژل شویو ملګرو د جنازې غایبانه لمونځ ترسره کړ.

ظاهر څراغ 

Back to top button