بلغاريا کې د مړه شويو افغانانو جسدونه کابل ته استول کېږي

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقادر بلخي په ټويټ کې ويلي، چې په بلغاریا کې د مړه شويو افغانانو جسدونه افغانستان ته استول کېږي.

د دغه وزارت وياند ليکي، چې د مړو لېږدونې له پاره ځانګړې الوتکه په پام کې نېول شوې او په نږدې ورځو کې به دا چاره ترسره شي.

د بلخي په وينا، بلغاریه کې مړه شوي ۱۷ افغانان پیژندل شوي او د پاتې یوه کس د عدلي طب څېړنې هم دوام لري.

بلغاریاي پولیسو شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د دغو ۱۸ افغانانو مړي پلازمینې صوفیا څخه ليرې په یوه لارۍ کې موندلي. چارواکو له دې پېښې وروسته د انساني قاچاق په تور ۷ کسه نېول دي.

دغه کسان په لارۍ کې تر تختو او لرګیو لاندې پټ کړای شوي ول، چې د ساه بندۍ له امله یې خپل ژوند بايللی دی. د بلغاریا حکومت د چارواکو په وینا، دې لارۍ کې شاوخوا ۵۲ کسان لېږدول کېدل، چې ۱۸ تنه يې د ساه بندۍ له امله مړه شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button