د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري

پنجره ورځپاڼه: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا د یکشنبې په ورځ ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

دغه بانک د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي. د یاد بانک په خبر پاڼه کې راغلي، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

ظاهر څراغ

Back to top button