د شيطاني ايتونو ناول ليکوال په چاقو وهل شوی

د شیطاني ايتونو ناول ليکونکي سلمان رشدي باند يو کس د چاقو وار کړی.

د امريکايي رسنيو د راپورونو پر بنسټ، د شیطاني ایاتونو ناول ليکوال سلمان رشدي، د امريکا نيويارک ایالت کې د یو کس له لوري په چاقو وهل شوی او سخت ټپي دی.

په ورته وخت کې د نيويارک پوليسو ويلي، چې بریدګر یې نیولی دی او تر څېړنو لاندې دی.

رشدي په ۱۹۸۸ ل.ل کال کې د شيطاني اياتونو تر عنوان لاندې ناول چاپ کړ، چې له امله يې د اسلامي نړۍ سخت غبرګونونه راوپارول او پر ضد یې پراخ لاريونونه وشول.

د ایران د وخت حکومت هغه مهال د نوموړي پر وژلو جایزه اعلان کړه چې وروسته یې دغه پرېکړه بېرته واخيستله.

د يادونې وړ ده، چې دغه هندي الاصله بريتانوی ليکوال نږدې یوه لسیزه په بريتانيا کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پټ اوسېده.

Back to top button