د هندوانو په عبادت ځای برید پای ته ورسېد

د کابل ښار د کارته پروان سيمه کې د هندوانو په عبادت ځای کې وسلوال بريد پای ته ورسېده.

نن سهار‌ شاوخوا ۶:۳۰ بجې د کابل ښار کارته پروان سيمه کې د هندوانو عبادت ځای ته يوه ډله وسلوال بريدګر ننوتي وو، چې د طالبانو امنيتي کسانو سره له څو ساعته جګړې وروسته برید پای ته ورسېد.

د طالب سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت مسوولينو رسنيو ته ويلي، چې ټول بريدګر وژل شوي او سيمه اوس د دوی د امنيتي کسانو تر کنټرول لاندې ده.

کورنیو چارو وزارت زياتوي، چې په بريد کې د يوه امنيتي منسوب او يوه هندو عبادت کوونکي په ګډون دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د يادې پېښې مسووليت تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستی.

Back to top button