د‌ اسيا کپ سياليو په لړ کې افغان لوبډله له بنګله دېش سره لوبه کوي

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن ماښام شپږ نیمې بجې د  ‎بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره په متحده عربي اماراتو کې د لوبې ميدان ته کښته کېږي.

تر دې وړاندې ‎افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا کپ سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه ‎سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې ته په لوړ توپیر ماته ورکړې او په خپل ګروپ کې لومړی مقام له ځان سره لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ ملي ادارې ویلي، چې ملي لوبډله د خپلې دويمې سيالۍ لپاره بشپړه چمتو ده او ټول لوبغاړي هڅه کوي، چې بنګله دېش ملي لوبډلې ته په لوی توپير ماته ورکړي.

Back to top button