د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د پاکستان کرکټ لوبډلې خلاف د راتلونکو درېو شل اوریزو نړۍوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ اعلان کړ.

د اسیالۍ به د خپاره شوي مهالوېش له مخې د روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېته د شارجې په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

چپ لاسی تکړه توپوهونکی صدیق الله اتل د لومړي ځل لپاره لوبدلې ته اضافه شوی دی او ښايي په راتلونکو سیالیو کې د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ نړیواله سیالي ترسره کړي.

د نوموړي ترڅنګ د هېواد با تجربه لوبغاړی محمد نبي، چې په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر و، هم لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د لوبډلې په اړه وایي چې په تمریناتي کمپ کې لوبغاړو ډېره خواري کړې ده او له مخې یې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د یادو سیالیو لپاره غوره لوبغاړي ټاکلي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button