افغان کرېکټ ملي لوبډلې له پاکستان ماته ومنله

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د اسيا کپ سياليو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې له يوې ښې لوبې وروسته ماته ومنله.

افغان ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې پاکستانۍ لوبډلې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

پاکستان د لوبې وروستي اوور کې د ۹ لوبغاړو سوځېدو سره په ډېرې سختۍ وکولای شول، چې د افغانستان له لوري ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.

د لوبې ټاس/پچه پاکستان ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونه انتخاب کړه. د افغان لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ ۳۵ منډې او حضرت‌الله ځاځي ۲۱ منډې جوړې کړې.

د اسيا کپ سياليو په لړ کې دا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دویمه ماته وه او تر دې وړاندې یې د سریلانکا کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ماته منلې وه.

ټاکل شوې، چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا د هند کرېکټ لوبډلې پروړاندې سیالي وکړي.

Back to top button