افغان کرېکټ بورډ لوبغاړو ته د لاجوردو ډالۍ په نظر کې نیولي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د غوره لوبغاړو جایزې د افغانستان د لاجوردو څخه جوړې شوې دي، لاجورد هغه قیمتي ډبره ده چې د زرګونه کلونو لپاره د افغانستان په غرونو کې پاتې شوې ده او د ځواک، مبارزې او ځیرکتیا بېلګه ګڼل کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چط دا بې سارې جایزې به د افغانستان د بډایه کلتوري میراث او د لوبغاړو د وړتیا او ژمنتیا د بېلګې په توګه په روانو سترو او تاریخي سیالیو کې غوره لوبغاړو ته ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې له پاکستان سره د تیرې شپې لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو چې ۳۹ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې او د لاجوردو جوړه شوې جایزه ورته ډالۍ شوه.

ظاهر څراغ

Back to top button