کابل کې د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه بند شوي دي

په کابل کې له تېرو څو ورځو را په دې خوا د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه بند شوي دي.

د کابل ښار یو‌ شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل ښار کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه بند شوي دي، چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

هغوی زیاتوي، چې د ټلفوني دستګاو ترڅنګ انټرنېټ هم کار نه کوي او دې چارې خلک اندېښمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په ځينو سیمو کې له څو ورځو راهیسې د اهل تشیع له‌ لوري د عاشورا مراسم لمانځل کېږي.

طالب سرپرست حکومت تر دې مهاله په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Back to top button