کابل ته د اروپایي ټولنې د مرستو ٢٧مه کڅوړه ته ورسېده

پنجره ورځپاڼه: له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو یوه بله کڅوړه چې، په کې سل تنه طبي توکي او تجهیزات شامل دي، نن ورځ د کب په اوولسمه د هوا له لارې کابل ته رسيدلې ده.

کابل کې د اروپايي ټولنې ادارې پنجره ورځپاڼې ته په استول شوي خبرپاڼه کې ويلي، چې دا مرستې به په افغانستان کې ډېرو اړمنو خلکو ته ورسیږي. کابل کې د اروپایي ټولنې د پلاوي مشرې «رافایلا ایودیس» ددې مرستې د رارسېدو پر مهال ويلي، چې اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. اروپایي ټولنه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او بشرپاله غیردولتي بنسټونو سره همکاري کوي څو په افغانستان کې اړمنو خلکو ته مرستې او خدمات ورسوي.

اروپایي ټولنې ویلي چې د ٢٠٢١ کال د اګسټ راپدېخوا دا د دې ټولنې د مرستو ٢٧مه کڅوړه ده چې له افغانستان سره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته اروپايي ټولنه او یوناما هغه بنسټونه چې په دې هېواد کې یې د غيردولتي سازمانونو له لارې له افغانانو سره خپلې مرستې دوامداره ساتلې دي.
ظاهر څراغ

Back to top button