هغه ۱۱ حقیقتونه چې باید پرې پوه شو

هغه ۱۱ حقیقتونه چې باید پرې پوه شو

لیکنه: راتب نابلسي
ژباړه: مومند محمدي اڅړ
• د تر ټولو سترو ټولنیزو ظلمونو څخه یو دا دی چې خلک خپل ناوړه او نا اهله زوی ته هم ښه میرمن لټوي.
• که ټولنه داسې وروزل شي چې له حرامو د عیبونو مخنیوی ډیر ورته مهم وي نو بیا د هغه چا په اړه مه حیرانیږه چې پخپله لمونځ نه کوي خو ښځې ته د ستر کولو امر کوي.
• ناپوه هغه نه دی چې لیک او لوست یې نه وي زده، بلکې ناپوهه هغه دی چې د قبلې په لوري پوهیږي خو لمونځ نه کوي.
• درې څیزونه بیرته نه راګرځي:
 خبره؛ کله چې له خولې څخه ووځي.
 وخت؛ کله چې تیر شي.
 باور؛ کله چې له منځه ولاړ شي.
• ژوند د لوی بازار په څیر دی، په کې ګرځې او هغه څه چې خوند درکړي اخلې یې، خو دا دې باید په یاد وي چې حساب درته پاتې دی او هر څه دې چې اخیستي بیه به یې ورکوې.
• له مور او پلار سره نیکې هغه داستان دی چې ته یې لیکې او ستا اولادونه یې بیرته درته وایي.
• دا ادب دی چې د هغه څه په اړه پوښتنه ونه کړې چې څوک یې درڅخه پټوي، ځکه که چیرې ستا لپاره وای نو نه به درڅخه پټیدای.
• مرګ ستا په لاره کې نه دی ولاړ، ودریږه او د مرګ د رارسیدو په تمه شه.
• ایا پوهیږې چې د مظلوم دا خبره څه مانا لري چې:
((حسبي الله ونعم الوکیل)) ژباړه:«زما لپاره الله بسنه کوي او هغه ډیر ښه کار جوړوونکی دی»؟
یانې نوموړي د دعوې دوسیه د ځمکې له محکمې د اسمان محکمې ته ولیږدوله.
• ځینې کسان د خپلو سترګو پر حقانیت له دې څخه ډیر باورمن دي چې الله تر ټولو ښه ساتونکی دی.
• ګونګی دا ارمان لري چې د خدای کتاب ولولي، کوڼ دا ارمان لري چې د خدای کتاب واوري او ړوند یې د لیدو ارمانجن وي، خو موږ خپلو موبایلونو بوخت ساتلي یو.

Back to top button