تحريک انصاف: د عمران خان د نیول کېدو وېره شته

عمران خان د نه نیول کېدو لپاره له محکمې څخه د ضمانت غوښتنه کړې ده. 

د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند اوسنی مشر عمران خان د پاکستان له محکمې څخه د نه نيول کېدو لپاره د ضمانت غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله د تېره يکشنبې ويلي و، چې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د مشر وروستۍ وينا د پوځ او نورو بنسټونو په نښه کولو د دوام څرګندونه کوي.

په ورته وخت کې د تحريک انصاف ګوند يوه مشر فواد چوهدري له خپلو پلويانو غوښتي چې د عمران خان د اوسېدو ځای ته ورشي، ځکه د هغه د نيول کېدو امکان شته.

بلخوا د مارګلې پوليسو د عمران د کور شاوخوا ټولې لارې تړلي دي او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي. پوليسو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د عمران د خان د نيولو امر ورته نه دی شوی، خو که امر وشي، نو سملاسي به يې ونيسي.

له بل پلوه بيا د عمران خان پلويانو ګواښ کړی، که خان ونيول شي، نو موږ به هغه څه وکړو، څه چې سريلانکايانو وکړل.

عمران خان دغه غوښتنه داسې مهال کوي، چې د راپورونو له مخې د اسلام اباد پولیسو د عمران خان خلاف د ترهګرۍ ضد قانون د موادو له مخې دوسيه پرانيستې ده.

Back to top button