لوګر کې له ماشومانو سره د درسي توکو مرسته وشوه

په لوګر کې د زده کوونکو کورنيو له خپلو ماشومانو سره د درسي توکو مرسته وکړه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت د خوښۍ ولسوالۍ د شير علم کنډاب  ښوونځي د زده کوونکو کورنيو  له  ۱۸۰ زده کوونکو سره  د درسي توکو مرسته کړې ده.

هغوی زیاتوي، ياده مرسته د ښوونځي ادارې ، ښوونکو او د زده کوونکو کورنيو په نوښت د زده کړو خواته د ماشومانو د لا هڅونې په موخه شوې ده، چې په کې پر هر زده کوونکي دوه ټوکه د ليکنې کتابچې، يو خود کار قلم، پنسل، پنسل پاک او يو قلم تراش وېشل شوي دي.

Back to top button