لوګر کې د یوه ښوونځي ښوونکو خپلو زده کوونکو ته کتابونه اخیستي

د لوګر د یوه ښوونځي ښوونکو، خپلو زده کوونکو ته په شخصي لګښت درسي کتابونه اخیستي.

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د شاه خلوتي لېسې ښوونکو په خپل شخصي لګښت خپلو زده کوونکو ته ۴۵۰ ټوکه درسي کتابونه اخیستي دي.

د دغې لېسې ښوونکو یاد کار په خپله خوښه کړی، چې په اخیستل شویو کتابونو کې له څلورم ټولګي نیولې تر دولسم ټولګي پورې نوي کتابونه شامل دي.

اخیستل شوي کتابونه پر بېوزلو او کتاب نه لرونکو زده کوونکو وېشل شوي،چې په دې کار سره د دوی د درسي کتابونو د نشتون ستونزه هواره شوې ده.

Back to top button