طالبان: پکتیا کې وسلې نیول شوي

طالبانو د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې وسلې او چاودېدونکي توکي نیولي دي.

سرچینه وایي، چې د طالبانو د سرپرست حکومت د پکتیا‏ د استخباراتو ریاست منسوبینو د یاد ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې ګڼ شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي چې په ناقانونه توګه ساتل کېدل کشف او ونیول.

سرچینه زیاتوي، په نیول شویو توکو کې ۱میل پیکا، ۲قبضې راکیټ، ۳۵میله کلاشنکوف او نور بېلابېل مهمات شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم طالبانو په یاد ولایت کې د وسلو او نظامي تجهیزاتو د کشف خبرونه خپاره کړي دي.

Back to top button