طالبان: ننګرهار کې وسلې نیول شوي دي

طالب چارواکي وايي، چې په ننګرهار کې یې ګڼ شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي نیولي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د ننګرهار د استخباراتو ریاست مسؤلین وايي، چې د دې ولایت امنيتي منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په تر سره کولو سره د دې ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات چې په ناقانونه توګه ساتل شوي و کشف او ترلاسه کړي دي.

واک ته د طالب سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته طالبانو په وار وار د هېواد له ولایتونو څخه د وسلو او چاودېدونکو توکو د نیولو خبرونه خپاره کړي دي.

Back to top button