طالبان: تخار کې دوه مېرمنې د درغلۍ پر تور ونيول شوې

طالبانو په تخار ولایت کې دوه مېرمنې د درغلۍ په تور نیولې دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د تخار امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې دوو ښځو، چې ځانونه یې د بهرنيو موسسو کارکوونکې معرفي كولې او له ښځو يې پر بېلابېلو بهانو پيسې ټولولې، د څلورمې ناحيې د پوليسو له لوري ونيول شوې.

د طالبانو د حکومت د تخار امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړې، نیول شوې ښځې اوس مهال تر څېړنو لاندې دي او تر څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Back to top button