طالبان:له قطر سره پرهوایي ډګرونو خبرې پای ته ورسېدې

طالبان وایي، د هوايي ډګرونو په اړه له قطر سره خبرې په بریالي توګه پای ته رسېدلې دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقادر بلخي وايي، چې په دوحه کې د طالب چارواکو او قطري چارواکو ترمنځ څو ورځې د هوایي ډګرونو پر مدیریت خبرې روانې وې او اوس دغه خبرې په بریالۍ توګه پای ته رسېدلې دي.

هغه زیاتوي، دواړه لوري هوکړې ته رسېدلي چې ژر به د هوایي ډګرونو د مدیریت چارې پيلېږي او په دې برخه کې به د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه پر اړتیاوو او وړتیاوو بحثونه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت مسؤلین وایي، چې تمه کېږي چې د هېواد څو لوی هوايي ډګرونه له نړیوالو معیارونو سره سم ورغول شي او د قطر او ترکیې په ګډه همکارۍ به یې چارې مخ ته وړل کېږي.

Back to top button