پر کندز واکمن طالبان: کلتوري باغیان تر پوځي یاغیانو بدتر دي

پنجره ورځپاڼه: هشت صبح په کندز کې د ځایي سرچینو له قوله وايي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو، هغه خبریالان چې پر دې ډلې نیوکېکوي، «باغي» بللي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس، د طالبانو استخباراتو د پرون د شنبې په ورځ د کندوز خبريالان د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تالار ته وربلليول.

د سرچینې په راپور کې راغلي، په کندز کې د طالبانو استخباراتي مامورینو رابلل شویو خبریالانو ته خبرداری ورکړی، چې که په خپلو رسنیزو تولیداتو کېددغې ډلې پر کړنو نیوکې بندې نه کړي، له دوی سره به جدي چلند وشي.

طالبانو ټینګار کړی چې «کلتوري باغیان» تر «پوځي یاغیانو» بدتر دي. د طالبانو استخباراتو د کندز د رسنیو له مسؤلینو هم غوښتي چې د سندرو لهخپرولو ډډه وکړي، له دیني او روغتیايي پروګرامونو پرته په نورو پروګرامونو کې دې د انجونو ټیلیفونونه، خپرونو سره نه نښلوي.

طالبانو تر دې مخکې ددغې ډلې پر وړاندې جنګیدونکي وسله وال ځواکونه « یاغیان» بللي دي او اوس یې دا کلمه افغان خبریالانو ته هم وکاروله.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په افغانستان کې د رسنیو او رسنیو پر کارکوونکو بندیزونه لګوي. د خبریالانو د حقونو د سازمانونو، د طالب جنګیالیو اواستخباراتي کړیو له لوري د محدودیتونو لګولو ترڅنګ ګواښونه، سپکاوی، نیول، شکنجه او ان د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو وژنې هم ثبت شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button