هرات کې د طالبانو رینجر مرګ ژوبله اړولې

هرات کې د طالبانو د ریجنر موټر په ترافیکي پېښې ۷کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینې وایي، چې ‏د هرات ولایت پنځمې ناحیې اړوند د ۶۴متره سړک سیمه کې د طالبانو د سرپرست حکومت یو رینجر موټر ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د هرات د ځايي مسؤلینو په خبره یاده پېښه په داسې مهال رامنځته شوې، چې د طالبانو رینجر موټر له کنټروله وتلی چې‌ له امله يې‌ دوه کسان مړه شوي دي، او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هرات د ملکي روغتون ډاکټرانو رسنیو ته ویلي، چې د یادې پېښې د دوو ملکي ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

Back to top button