طالب وسله والو په کندهار کې شپږ کسان په دُرو وهلي دي

پنجره ورځپاڼه: د کندهار ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو صحرايي محکمې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په دُرو وهلي دي.

سرچینې وايي، طالبانو دا کسان نن ورځ (چهارشنبه) د کندهار ولایت مرکز د احمدشاهي فوټبال لوبغالي کې د عامو خلکو په منځ کې مجازات کړل.

د سرچینو په وینا، له دې کسانو یې پنځه سړي د لواطت او یو بل ځوان د یوې ښځې د تښتولو په تور مجازات شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې، کله چې خلک د طالبانو د سزا ورکولو ځای ته ننوتل؛ نو هغوی ترې موبایلونه واخیستل او وايي، چې طالب وسله والو د خبریالانو پهګډون هیچا ته اجازه ور نه کړه، چې د تورنو کسانو عکسونه واخلي.

په ورته مهال، طالبانو خلکو ته دا خبرداری هم ورکړی چې که چېرې چا په ټولنیزو شبکو کې د تورنو کسانو د سزا ورکولو مهال ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړل، نو د دوی له سختې سزا سره به مخ شي.

طالبانو دا کسان داسې مهال صحرايي محاکمه کړي، چې په دې وروستیو کې د دې ډلې یو تن سیمه ییز قوماندان له ښځو او هلکانو سره د نامشروعاړیکو په تور نیول شوی و؛ خو څو ورځې وروسته د نامعلوم او مخ پټي مشر «هیبت الله» په امر بېرته آزاد شو.

ظاهر څراغ

Back to top button