د طالبانو استخباراتو ارشاد رغاند نيولی

د افغانستان د خبريالانو او رسنيزو بنسټونو فدراسيون په کابل کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې لخوا د خبريال او سياسي فعال ارشاد رغاند د نيول کيدو خبر ورکړ.

د دغه فدراسيون يوې سرچينې پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې رغاند نن د کابل ښار له بهارستان سيمې څخه د کورونو د پلټنې پر مهال نيولی.

سرچينه زياتوي، چې دوی او د نوموړي د کورنۍ غړي د رغاند د خوشې کیدو هڅې کوي.

د طالبانو د استخباراتو د عمومي رياست وياند خليل همراز په دې اړه پنجرې ورځپاڼې سره له خبرو ډډه وکړه.

ارشاد رغاند د افغانستان له مختلفو رسنيو سره له اوږدو کلونو راهيسې دندې ترسره کړي او د دې ترڅنګ سياسي او ټولنيز فعال پاتې شوی.

هغه د طالبانو منتقدینو څخه و په لیکنو او رسنيزو بحثونو کې یې توندې نيوکې پرې کولې.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د خبريالانو او سياسي فعالانو د نيول کيدو راپورونه ورکړل شوي، چې نړيوالو بشري ادارو پرې ژوره انديښنه څرګنده کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button