طالبان: حجاب اجباري نه دی

طالب سرپرست حکومت وایي، چې حجاب اجباري نه دی او نجونې هم حق لري، څو د هلکانو په څېر ښوونځیو ته لاړې شي. 

د طالب سرپرست له لوري د ملګرو ملتونو دايمي استازولۍ ته نوماند سهيل شاهين په خپله تازه مرکه کې ويلي، چې د ښځو په تړاو د دوی وروستی فرمان رسنيو ناسم تعبير کړی او حجاب اجباري نه دی.

هغه همداراز ويلي، نجونې هم حق لري، چې د هلکانو په څېر ښوونځیو ته لاړې شي. د نوموړي په وينا، طالب سرپرست حکومت نجونو ته د يوې ښې فضا پر برابرولو بوخت دی.

شاهين زياتوي، دا خبر ټولې درواغ دي، چې ګواکې طالبان د نجونو د زده کړو سره مخالفت کوي.

بلخوا د بيا سياسي چارو شنونکي طالبان په دوه مخي سياست تورنوي.

د امريکا په يو خصوصي پوهنتون کې استاد جابر رضا وايي، چې طالبان د حجاب فرمان په تړاو په کور دننه او بهر له ډېرو فشارونو او سختو غبرګونونو سره مخ شول او اوس غواړي د دې فرمان څخه په يو ډول ځانونه خلاص کړي.

د نوموړي په وينا، طالبان خلکو ته يوه خبره وکړي، خو چې پر وړاندې يې د نړۍوالو فشارونه‌ او غبرګونونه زيات شي، نو بيا پښېمانه وي او د خلاصون لپاره يې بېلابېلې لارې لټوي.

د طالب سرپرست حکومت کيليدي غړی سهيل شاهين دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د حجاب په اړه د ياد حکومت وروستي فرمان په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راوپارول.

Back to top button