زابل کې د طالبانو والي: د پخواني حکومت ټول کارکوونکي له دندو شړم

په زابل کې د طالب سرپرست حکومت والي وايي، چې د پخواني حکومت ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کوي. 

زابل کې يوې سیمه ییزې سرچینې پنجره ورځپاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، په دغه ولایت کې د طالبانو والي ملا بسم الله عبدالله په يوې ناستې کې د خبرو پر مهال ويلي، چې د مخکیني حکومت ټول کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.

سرچينه د طالب سرپرست حکومت د زابل والي له قوله وايي، چې د مخکیني حکومت ټول کارکوونکي د باور وړ نه دي او دوی په فساد کې لاس لري.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو څو ورځې مخکې په زابل ولایت کې د مخکیني حکومت نږدې ۲ سوه کارکوونکي له دندو ګوښه او په کور کینولي.

Back to top button