طالبان: د نجونو ښوونځي به ژر پرانیستل شي

د طالبانو لوړپوړي چارواکي وایي، چې د نجونو ښوونځي به ژر د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ‏د سي ان ان مشهورې خبریالې کریستینا امانپور سره په ځانګړې مرکه کې ډاډ ورکړی چې د نجونو ښوونځي به ډېر ژر پرانیستل شي.

امانپور پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې طالبان به په افغانستان کې د نجونو ښوونځي ډېر ژر د نجونو پر مخ پرانیزي.

شاوخوا اته نیمې میاشتې کېږي چې په هېواد کې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونو زده کوونکو ته د طالبانو له لوري اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

Back to top button