طالبانو هلمند کې د امریکا هوايي برید رد کړ

د طالبانو د سرپرست حکومت د هلمند ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولايت کې د امریکا له لوري پر طالبانو برید نه دی شوی.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلین وایي، واک ته د طالب حکومت تر رسېدو وروسته په هلمند کې هوايي برید نه دی شوی.

له دې وړاندې د «مډرن پاليسي» په نوم يوې لوېديځې رسنۍ د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی و چې په «بوسټون» يا د شورابک په هوايي ډګر کې د طالبانو د وسلو زېرمه په يوه هوايي برید کې له منځه وړل شوې ده.

مډرن پالیسي ليکي، چې د تېره چهارشنبه د شورابک د پوځي اډې د وسلو په يوې زېرمه کې قوي چاودنه رامنځته شوې.

د معلوماتو له مخې، طالبانو ته يوې نږدې سرچينې ویلي، پېښه د هوايي برید له امله رامنځته شوې او په کې د وسلو يوه زېرمه په نښه شوې ده.

Back to top button