طالب سرپرست حکومت: زلزلې نږدې ۹۲۰ تنه وژلي

طالب‌ سرپرست حکومت وايي، چې په هېواد کې د تېرې شپې زلزلې له ۹ سوو زیات کسان وژلي دي. 

د طالب سرپرست حکومت پېښو ته د رسیدګۍ چارو وزارت رسنيو ته په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تېرې شپې زلزلې په هېواد کې ۹۲۰ تنه وژلي او همداراز شاوخوا ۶۱۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

تېره شپه ناوخته د هېواد په څو ولایتونو کې شديده زلزله وشوه، چې له کبله يې زياتو کسانو ته تلفات اړولي دي.

په ورته وخت کې طالب سرپرست حکومت اعلان کړی، چې د هر شهید کورنۍ سره سل زره او هر ټپي سره پنځوس زره افغانۍ مرسته کوي.

له دې سره جوخت طالب سرپرست حکومت له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم غوښتي دي، څو د تېرې شپې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره بشردوستانه مرستې وکړي.

Back to top button