طالبانو ایران ته په قاچاقي تګ بندیز ولګاوه

طالبانو ګاونډي هېواد ایران ته په قاچاقي تګ بندیز ولګاوه.

د راپورونو د معلوماتو پر بنسټ طالب سرپرست حکومت د نیمروز امنیتي مسؤلینو ته امر کړی، څو د دې ولایت له لارو څخه ګاونډي هېواد ایران ته په قاچاقي توګه د افغانانو د تګ مخه ونیسي او هیچاته اجازه ور نه کړي، چې په قاچاقي توګه له هېواده ووځي.

سرچینې زیاتوي چې له تېرو څو ورځو راهیسې چاته اجازه نه ورکول کېږي، چې د دې ولایت له لارو ایران ته په قاچاقي توګه سفر وکړي.

بل خوا د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار یو شمېر د هوټلونو او مسافرخونو مسؤلینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو له لوري ورته امر شوی چې هغو کسانو ته ډوډۍ او د شپې ځای ورنه کړي چې غواړي په قاچاقي توګه له هېواد ووځي.

Back to top button