Trending

طالبان: کابل کې يوې چاودنې درې ملکیان ژوبل کړي

د طالب سرپرست حکومت د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې د کابل ښار پنځمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې نننۍ چاودنې درې ملکیان ژوبل کړي دي. 

خالد ځدراڼ په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې ياده چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملکیانو پر یوه کاسټر ډوله موټر شوې ده.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند همداراز لیکلي، چې چاودنه د سړک ګلدان کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې، چې درې ملکیان یې ژوبل کړي دي.

هغه ویلي، چې طالب امنيتي مسؤلينو د یادې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره هڅې پیل کړي دي.

دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو ورځو کې په پلازمېنه کابل کې ماین چاودنې او بریدونه زیات شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

Back to top button