طالبان:د ننګرهار له زندانه ۴۰بندیان خوشې شول

د اختر په مناسبت د ننګرهار له مرکزي زندان څخه د مېرمنو او ماشومانو په شمول۴۰بندیان خوشې شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر وايي، چې ‏د طالبانو د حکومت د رئیس الوزار د حکم پر بنسټ د ننګرهار له مرکزي زندان څخه د مېرمنو او ماشومانو په شمول ۴۰ بنديان خوشې شول.

د ننګرهار ولايت د زندانونو چارو رئيس ملا بلال شاهين رسنیو ته ویلي، چې په خوشې شویو بندیانو کې هغه بندیان نه و شامل چې پر عمري بند محکوم شوي دي.

د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکو د طالبانو یاد اقدام ستایلی دی، او له طالب چارواکو غواړي چې په دې زندان کې د نورو بندیانو دوسې هم پر وخت وڅېړې.

Back to top button