تاجکستان: د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ روانه ده

تاجکستان په تېرو څو ورځو کې سلګونه افغان کډوال له خپلې خاورې ايستلي دي. 

د تاجکستان حکومت د‌ هغې پرېکړې پر اساس، چې له مخې يې بايد دغه هېواد ته ورغلي افغان کډوال وباسي، نو دا دی تازه يې په تېرو څو ورځو کې د عسکرو له خوا شاوخوا دوه سوه افغان کډوال په زوره ايستل شوي دي.

په دې ايستل شویو افغان کډوالو کې لسګونه ښځې او ماشومان هم شامل دي. ورسره جوخت د تاجکستان امنیتي شبکو هم اعلان کړی، چې نور په خپل هېواد کې غیر قانوني افغان کډوالو ته د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي، د دوی په وینا له همدې امله یې د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.

تاجکستان دا لړۍ داسي مهال پيلوي، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو له دغه هېواد غوښتي، څو د افغان کډوالو ايستلو لړۍ ته د پای ټکی کېږدي او له دوی سره د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې چلند وکړي.

Back to top button