تاجکستان له افغان او چين خاورې سره په پوله عمليات پيل کړي

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه افغانستان او چین سره پر ګډه پوله د «ترهګرۍ ضد» تر نامه لاندې پوځي عملیات پیل کړي دي.

د رويټرز خبري اژانس په خبره، دا عمليات د افغانستان او چين سره په ګډه پوله د تاجکستان بدخشان ولايت په ګورونو سيمه کې پيل شوي دي.

د تاجکستان په بدخشان ولایت کې له عملیاتو څو ورځې وړاندې لاریونونه ترسره شول. لاریونوال ادعا کوي، چې د بدخشان والي او ښاروال د پوليسو له لوري د يو مدني فعال د وژل کېدو د قضیې په سمه توګه محاکمه کې پاتې راغلل او په پايله کې يې بايد استعفا ورکړي.

د عیني شاهدانو په وینا د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ په شخړو کې یو شمیر لاریونوال ټپیان شوي هم دي، خو د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ ويلي، چې د لاريون پر مهال یو ګډونوال وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دي.

همداراز د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د بدخشان په سیمه کې لاریونونه د «نړیوالو تروریستي ډلو» له خوا تنظیم شوي دي چې تاجک لاریونوال او د هغوی استازو ته وسلې او مهمات ورکوي څو هغوی «تروریستي اعمال» ترسره کړي.

بلخوا لاريون کوونکي ادعا کوي چې د دوی کړنې ناروا نه دي او د قانون له مخې خوندي دي.

له دې سره جوخت په بهر کې زيات شمېر تاجکستاني اتباعوو له خپلو چارواکو غوښتي دي، څو د دغو لاريونونو مخه ونيسي او پرې نه ږدي، چې په هېواد کې يې نا امني رامنځته شي.

Back to top button