تاجکستان له افغانستان پر پوله نوي امنيتي تاسيسات جوړوي

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، هېواد ته يې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان سره پر پوله نوي امنیتي تاسيسات جوړوي. 

نوموړي ویلي، له افغانستان سره د تاجکستان پولې په اوږدو کې تېرو دوو کلونو کې يې ۱۷۵ سرحدي تاسیسات جوړ کړي او همداراز د ۳۰ نورو نویو ورته تاسیساتو رغنیزې چارې هم روانې دي.

د علي رحمان په وينا، دوی له افغانستان سره پر پوله امنيتي ګواښونو څخه اندیښنه لري او دا کار يې د خپل هېواد د امنيت ټينګښت په موخه کړی دی.

تاجکستان له افغانستان سره شاوخوا ۱۴ سوه کیلومتره اوږده پوله لري. همداراز د تاجکستان ولسمشر  زیاته کړې، چې له افغانستان سره به یې د هېواد پولې اوږدو کې ۳۰۰ نور سرحدي تاسیسات جوړ کړای شي.

Back to top button