میدان وردګ کې د کولرا شکمن ناروغان

د میدان وردګ په روغتیایي مرکزونو کې کې لسګونه د کولرا ناروغي شکمن ناروغان بستر دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د میدان وردګ د عامې روغتیا مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په یو شمېر روغتیایي مرکزونو کې کولرا ته ورته ۵۰ شکمن ناروغان بستر دي.

هغوی زیاتوي، چې کومه ناروغي اوس مهال د خپرېدو په حال کې ده کولرا ناروغي ته ورته نښانې لري.

هغوی دغه راز زیاتوي، چې دغه ناروغي نس ناستي ته ورته ده، خو له دغې وبا تراوسه په‏ میدان وردګ کې کوم چا ژوند له لاسه نه دی ورکړی او د مخنیوي په حال کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د هېواد په څو ولایتونو کې د کولرا مرګونې ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Back to top button