خیبرپښتونخوا کې پر زده کوونکو وسله وال برید شوی

پاکستاني رسنۍ وايي، چې وسلوالو د خیبرپښتونخوا په سوات سيمه کې د ښوونځي زده کوونکو پر يوه موټر وسلوالو بريد کړی، چې له امله يې موټر چلوونکی وژل شوی او دوه تنه زده کوونکي ټپيان شوي دي. 

رسنۍ وايي، دغه بريد تېره ورځ سهار شاوخوا لس بجې د سوات په چهارباغ سيمه کې د‌ يوه ښوونځي د زده کوونکو پر موټر شوی دی، چې مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.

پاکستاني رسنۍ زياتوي، چې د دغه د بريد پړه تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه ده اخيستې.

ځايي رسنيو همداراز ويلي، چې ټپي شوي زده کوونکي د درملنې لپاره روغتونونو ته انتقال شوي خو وایي د روغتيايي وضعيت په تړاو يې معلومات دقیق معلومات نه دي ترلاسه کړي.

لس کاله مخکې د اکټوبر په ۹مه سوات کې پر ملالې يوسفزۍ هم ورته بريد شوی و، چې سخته يې ټپې کړه وه او تر اوږدې درملنې وروسته يې د سولې نوبل جايزه هم وګټله.

Back to top button