لوګر کې له زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو ټولګیو له زده کوونکو سره د یونیسف مؤسسې له لوري د درسي توکو مرسته وشوه.

د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د شته ۴۳ سیمه ییزو ټولګیو له ۱۱۲۸ تنو زده کوونکو سره د یونیسف مؤسسې له لوري د درسي توکو مرسته وشوه.

په یاده مرسته کې هر زده کوونکي ته د کتابونو یوه بکسه، ۱۰ کتابچې، ۱۰ پنسلونه، ۱۲ رنګې، ۲ پنسل پاکونه، ۲ پنسل تراشونه، یو خط کش او د لیکنې یوه وړه تخته ورکړل شوي دي.

د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې دغه سیمه ییز ښوونځي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونیسف له خوا زده کړو ته د ماشومانو د لاسي په موخه جوړ شوي دي.

په دغو جوړ شويو سيمه ييزو ټولګیو کې؛ ۸۰۳ تنه نجونې او ۳۲۵ تنه هلکان، چې ټول ټال ۱۱۲۸ تنه زده کوونکي کېږي پر زده کړو بوخت دي.

Back to top button