د سریلانکا کرېکټ لوبډلې له هند وګټله

د روان اسیا کپ سیالیو په لړ کې تېره شپه هند او سریلانکا سره مخامخ شوي ول، چې د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې د هند لوبډلې ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. 

هند سريلانکا ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۴ منډې هدف وټاکه، چې سريلانکا د لوبې وروستي شلم اوور کې ياد هدف ترلاسه کړ.

ټاکل شوې نن ماښام ۶:۳۰ افغانستان له پاکستان او سبا پنجشنبه هم له هند سره سیالۍ وکړي، چې د معلوماتو له مخې پای‌لوبې ته د وتلو لپاره باید له دواړو يادو لوبډلو لوبې وګټي.

د يادونې وړ ده، چې د اسيا کپ سياليو په لړ کې افغانستان تر دې وړاندې سریلانکا او بنګله‌دېش دواړو لوبډلو ته ماتې ورکړي، خو په څلور غوره لوبډلو کې بيا سریلانکا هم له افغان کرېکټ ملي لوبډلې څخه يوه لوبه وګټله.

Back to top button