سريلانکا له افغانستان لوبه وګټله

سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې د څلورو ویکټو له افغانستان لوبه وګټله.

د اسیا کپ کرېکټ سیالیو په لړ کې تېره شپه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ سیالي ترسره شوه، چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته ۱۷۶ منډې هدف وټاکه.

په دويمه پاڼۍ کې د سریلانکا لوبډله وتوانېدله چې ياد هدف د ۱۹ اورونو په لوبولو سره په څلورو ویکټو پوره او له افغانستان لوبه وګټي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه وه. افغانستان به د اسيا کپ سیالیو په لړ کې له پاکستان او هند سره هم مخامخ شي.

د سريلانکا په کوربتوب د اسيا کپ کرېکټ سیالۍ په عربي متحده اماراتو کې روانې دي، ځکه چې په سريلانکا کې د اقتصادي کړکېچ له وجې يادې سيالۍ ترسره نه شوې کرېکټ بورډ يې متحده عربي اماراتو ته د لېږد غوښتنه وکړه.

Back to top button