سويلي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځيانو برید شوی

په سويلي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځيانو تازه برید شوی او شپږ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. 

د پاکستاني رسنيو راپورونه وايي، چې په دې برید کې يو تن عسکر وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.

د‌ يو ځايي روغتيايي مرکز چارواکو هم منلې، چې دوی ته پنځه تنه ټپيان او يو مړی وروړل شوي؛ خو تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د يادې پېښې مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.

په دې وروستيو کې د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ جګړې زور اخیستی، چې وخت ناوخت د يو بل د وژنو ادعاوې هم کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د طالب سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، چې دوی د پاکستاني طالبانو او حکومت د مذاکراتو کوربتوب په غاړه اخيستی.

د هغه په خبره، هيله مندي شته، چې دا مذاکرات په برياليتوب سره پای ته ورسوي.

Back to top button