یو شمېرځوانان له ناوړه دودونو شکایت کوي

د هېواد یو شمېر ځوانان او نجونې له ناوړه دودونو او بې ځایه رواجونو څخه شکایت کوي.

بشپړ راپور: سيف الرحمان غريب يار

پنجره؛
د هېواد یو شمېر ځوانان او نجونې له ناوړه دودونو او بې ځایه رواجونو شکایت کوي. هغوئ وایي، چې دغو ناوړه دودونو د افغانانو اخترونه او نورې خوښۍ د اکثرو کورنیو لپاره سرخوږی ګرځولي دي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست پخوانی رئیس ښاغلی عبدالرحمان تسل وایي، چې اخترونه د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او خوشحالۍ شپې او ورځې دي او راتګ ته يې هر مسلمان شيبې شماري خو د اخترونو تر را رسېدولو وړاندې، د اختر په شپو او ورځو کې ځينې داسې ناوړه دودونه هم شته چې د يو شمېر کورنيو او په خاصه توګه د ځوانانو ملاوې يې ور ماتې کړې او د همدې دودونو قرباني ځوانان دي.

تسل زیاتوي، چې د خېښ کور ته اختريزې ډالۍ وړل، د اختر په ورځو کې له اړتيا پرته دسترخوانونه تيارول، مهمانيانې کول او دې ته ورته ځينې نور ناوړه کلتوري مسائل دي، چې د کورنيو او ځوانانو لپاره اقتصادي ځوړ يې ګڼلى شو، دغه ناوړه دودونه اوس دومره ژور شوي چې، که هېڅ اقتصادي سرچينه هم ونه لرې خو تر سره کوې به يې، ځکه بيا په چم او ګاونډ کې پيغورنه درکول کېږي چې هغه پلانکي خېښ يا هم خسر کور ته اختريزه تحفه نه وه وړې او يا هم درپسې وايي چې هغه پلانکي په اختر کې ښه ډوډۍ نه وه چمتو کړې. دا ډول کلتورونه بايد له منځه يوړل شي، خلکو ته قناعت ورکړل شي چې د دې خبرو شا ونه نيسي.

تسل دغه راز وایي، چې د دې ډول ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره بايد ځوان، قومي مشر او ديني عالمان لاسونه سره ورکړي.
ديني عالم دې له ممبره ناوړه دودونه مردود کړي، قومي مشر دې د مرکو او جرګو له لارې د ولس په منځ کې قومي تړونونه وکړي او ځوانان دې په دې موضوعاتو عامه پوهاوى تر سره کړي او که امکان وي ورکشاپونه او سيمنارونه دې پرې وړاندې کړي.
هغه زیاتوي، ناوړه دودونه په يوه ټولنه کې ستره فاجعه ده يا هم که ووايو د يو بې وزله ځوان او يا هم د يوې غريبې کورنۍ لپاره تدريجي مرګ دی نو په مخنيوي کې يې بايد ټول اقشار سره همغږي شي او دې مسايلو ته د پاى ټکى کېښودل شي.

بل خوا د غزني ولایت ځوان لیکوال هېواد رفعت وایي، چې د ناوړه کلتورونو شتون زموږ ټولنې ته یو بل سر درد دی. زما په اند په ټوله کې ځوانان د دغه ناوړه دودونو قرباني دي، چې یو له دې په اخترونو کې د ناوړه دودونو له امله د کوژدن شویو ځوانانو ستونزې دي.
دا خو مالومه خبره ده چې مسلمانان په کال کې دوه اخترونه لري او دا دواړه د دوی د خوښۍ اصلي وختونه دي، خو زموږ په ټولنه کې ناوړه دودونو دغه شرعي او حقیقي او واقعي خوښۍ حتی د عادي ورځو خلاف هم په غم ککړې کړې دي.

رفعت زیاتوي، په تېرو دوو لسیزو کې مو ټولنې ته یو بد کلتور دغه راغلی، چې هغه ځوانان باید د خپلې کوژدنې کور ته په اختر کې بېلابېل خوراکي، پوشاکي او سینګاري توکي یوازې د اختریزې په پار وروړي.
له یوه لوري مو د ټولنې اقتصادي حالت په خورا ناوړه وضعیت کې دی او له بل لوري مو ځوانان مجبور دي چې د دې ګزافو لګښتونو پوره کولو لپاره د پردي هېواد د ابادولو لپاره خولې تویې کړي چې ځان ته یوه لمړۍ ډوډۍ او د دودونو پوره کولو پیسې پيدا کړي.

رفعت وایي، بدبختانه چې د ټولنې عامه پوهاوی هم په ټيټه کچه کې دی چې یو ځوان پر ځان هر ډول سختۍ تېروي، خو ځان د دې ناوړه کلتور ماتولو ته نه ورکوي، ځکه په ټولنه داسې یو فکر حاکم دی چې دوی دودونو او رواجونو ته تر دیني مقدساتو پورې درجه ورکوي او که یو څوک هڅه وکړي هغه مات کړي؛ نو سمدلاسه له عامه کرکې سره مخ کېږي.

د ننګرهار د یوې ځایي راډیو پخوانۍ خبریاله او مدني فعاله نفسه سحر بیا په اخترونو کې د مړي کورنۍ ته د دعا په لپاره د خپلوانو ورتګ ناوړه دود او ناروا عمل بولي.
نفسه سحر وایي، په اختر کې د مړي کورنۍ ته د دعا لپاره ورتګ د کورنۍ د غړیو هېر شوی غم تازه کوي او د اختر لنډمهاله خوښۍ ورڅخه اخلي.
نفسه سحر د هېواد له دیني عالمانو څخه غواړي چې خلکو ته د اختر د لمونځونو د ادا کولو په وخت کې عامه پوهاوی وکړي تر څو دا ناوړه دود له منځه ولاړ شي.

له بلې خوا د میدان وردګ ولایت د شفیق په نوم یو ځوان وایي، چې ناوړه دودونو زما ټوله کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.
شفیق چې درې کاله وړاندې یې کوژده کړې تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چې د واده ولور او نور مصراف پوره کړي، هغه وایي په درې کالو کې دوه ځله ګاونډي هېواد ایران ته د کار لپاره تللی یم خو لا مې هم ولور او د واده مصرف نه دی پوره کړی، هغه زیاتوي ډېر کوښښ کوم چې پیسې ذخیره کړم او د ولور پیسې خلاصې کړم خو بې ځایه رواجونه مې نه پرېږدي چې خسر ته پیسې ورکړم هر ځل چې پیسې ذخیره کړم په یوه ناوړه دود کې رانه مصرفېږي.

شفیق وایي، که د خسر په کور کې مې مړی وشي زموږ د کورنۍ له خوا باید د غمشریکۍ په موخ یو پسه وروستل شي، په پسرلي کې باید کوژدنې ته نوې جامې، وچه او تازه میوه او د سینګار توکي د مبارکۍ لپاره وروړو، په اخترونو، شب برات او ژمي کې هم ورته رواجونه لرو.
هغه دغه راز وایي که زموږ په سیمه کې څوک له دې دودونو انکار وکړي په کلي او سیمه کې بې ننګه او بې غیرته بلل کېږي.

Back to top button