سیګار: طالبان هره ورځ د پخوانيو امنيتي ځواکونو په لټه وي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان د بيارغونې په چارو کې د امريکا ځانګړی څارونکې اداره يا سيګار وايي، طالبان هره ورځ د پخوانيو امنيتي او دفاعي پوځيانو په لټه کې دي.

سيګار چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې، د افغانستان پوځ د يوه پخواني افسر له قوله ويلي، چې طالبان د پخوانيو نظاميانو کورونو کې پلټنې کوي او که د خپلې موخې کس پيدا نه کړي؛ نو د کورنۍ غړي يې بيا تعقیبوي. دې افسر سيګار ته ويلي، چې د افغانستان د دولت تر سقوط وروسته يې څلور ځله کډه کړې او په وينا یې، که طالبان دی پيدا کړي، نو وبه يې وژني.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې عمومي عفو اعلان کړه، خو په تېر يوه نيم کال کې د دې ډلې غړي په ځلونو د خپل رهبر «د عمومي عفوې د فرمان په نقض» تورن شوي دي.

په ياده موده کې په سلګونو پخواني نظاميان په ټول افغانستان کې نيول شوي، زنداني شوي، شکنجه شوي او حتا په زندان کې او له زندانه بهر وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په وروستۍ پېښه کې طالبانو د پکتيکا ولايت د بکخيل ولسوالۍ پخوانی امنيې قومندان ونيوه او وروسته یې وواژه. طالبانو د هغه د وژنې ويډيوګانې هم په ګڼو ټولنیزو رسنيو کې خپرې کړې.

ظاهر څراغ

Back to top button