سيګار: غيردولتي نهادونو کې د ښځو پر کار بنديز د مرستې رسونې په بهير کې لوی خنډ جوړ کړی

پنجره ورځپاڼه: سیګار یا د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکي دفتر د ملګرو ملتونو د وياندويانو په وينا ويلي، چې له غيردولتيسازمانونو کې د ښځو پر کار بنديز د مرستې رسونې په بهير کې يو له ناورین ډک خنډ دی.

سيګار په يوه ټويټ کې ليکلي، چې اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۰ ميليونه افغانانو د ۲۰۲۲ کال په وروستيو او د ۲۰۲۳ کال په لومړيو کې بېړنيو ژمنيو مرستوته اړتيا درلوده؛ خو په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز مرسته رسونه له خنډونو سره مخ کړې ده.

طالبانو په تېر ډسمبر مياشت کې فرمان ورکړ چې ښځې په غير دولتي بنسټونو کې د کار کولو حق نه لري.

د ملګرو ملتونو يوه وياند پيتر کسلر دا يو «فاجعه‌ناک خنډ» بللی دی.

طالبانو د ملګرو ملتونو پر دفترونو هم دا بنديز عملي کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې د طالبانو دا پرېکړه اړمنو ته د لاسرسي په شمول د دې سازمان وړتيا تضعيفوي.

دغه سازمان ټينګار کوي چې د ملګرو ملتونو او غير دولتي ملي او نړيوالو سازمانونو د مرستو رسولو او افغانانو د ملاتړو برنامو په لار کې لګېدلي بنديزونهاو خنډونه بايد لېرې کړای شي.

د ملګرو ملتونو لپاره د ښځو پر کار بنديز نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يوې پرېکړې په خپرولو سره د طالبانو دا پرېکړهغندلې ده.

امنيت شورا هم په ټول افغانستان کې د يوناما پر دوامدار حضور او همدا راز د ټولو اژانسونو، صندوقونو او ملګرو ملتونو د برنامو پر حضوري فعالیتټينګار کړی دی.

ظاهر څراغ

Back to top button