سيګار: افغانستان ته اته ميليارده ډالر په کار دي

سيګار وايي، افغانستان کې اقتصادي ودې ته اته ميليارده ډالر په کار دي. 

د افغانستان پر بيا رغونه د امريکا څار ادارې يا سيګار په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې دمګړی افغانستان له ډېرو سختو ستونزو او خراب اقتصادي حالت سره مخ دی.

همداراز ياده اداره وايي، چې افغانستان کې مالي برخه د نغدو پيسو له کموالي او ستر بودیجوي کسر مخ شوې ده.

د يادې سرچينې په وينا، د افغانانو ورځنی لګښت دوه ميليارده ډالرو ته اړتيا لري، خو که چېرته نړۍ‌وال غواړي په دغه هېواد کې اقتصادي وده بېرته په پښو ودريږي، نو اته ميليارده ډالره مرستې ته اړتيا ليدل کېږی.

دغه راز سيګار وايي، چې افغانستان يو غريب هېواد دی او د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره تل پر نړۍ‌والو مرستو ولاړ دی، خو دا چې اوسمهال دغه مرستې ورسره بندې شوي، نو افغانان يې له سختو سترو ستونزو سره مخ کړي دي‌.

Back to top button