سيګار: شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانان لوږې سره مخ دي

سيګار وايي، افغانستان کې ښايي، چې راتلونکو مياشتو کې ميليونونه افغانان لوږې سره مخ شي. 

سيګار يا د افغانستان پر بیارغونې د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې په خپل يو تازه راپور کې ويلي،  چې ښايي راتلونکو مياشتو کې ميليونونه افغانان له لوږې او غربت سره مخ شي.

دغه راز سیګار په همدې اړه خپاره شوي راپور کې ادعا کوي، چې له دې خرابيدونکي وضعيته داسې معلومېږي چې تر ټولو ډېر زيان مېرمنو به افغان مېرمنو ته واوړي.

د سيګار دې درې مياشتنۍ ارزونې د نړۍوالو مرسته رسوونکو ادارو هغه ادعا هم ثابته کړې چې تر دې وړاندې يې ويلي وو، افغانستان کې د غربت کچه په بې ساري ح لوړه شوې او بشري وضعيت په خورا چټکۍ سره د خرابېدو پر لور روان دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو په ګډون ګڼو مرستندويه بنسټونو هم د وضعيت د لا خرابېدو د مخنيوي لپاره د مرستو د ډيريدو غوښتنه کړې، خو دې غوښتنې ته نړۍوالې ټولنې د پام وړ پاملرنه نه ده کړې.

سيګار د مرستندويه بنسټونو د خپرو شويو احصائيو او معلوماتو له مخې وايی، دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۲۰ ميليونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي، خو دغه اداره بيا شته امکاناتو ته په کتو زياتوي، چې تر نومبر مياشتې پورې ايله اته سلنه اړمنو افغانانو ته مرستې ورسېږي.

Back to top button