
شيرخان بندر لاره خلاصه شوه
د شيرخان بندر لاره د ټرانزیټي او سوداګريزو اموالو د لېږد رالېږد پر مخ خلاصه شوه.
باختر خبري اژانس په خپله ټویټر پاڼه د کندوز د ګمرک ریاست د مسوولینو له قوله خبر ورکوي، چې شېرخان بندر لاره د ټرانزیټي او سوداګريزو اموالو د لېږد رالېږد پر مخ خلاصه شوې ده.
دغه خبري اژانس زياتوي، چې د دې لارې د خلاصېدو تر څنګ د تاجکستان سوداګر کولای شي د افغانستان ويزې ترلاسه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په موخه تګ راتګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د شيرخان بندر لاره د څو ورځو راپدیخوا تړل شوې وه، چې اوس تازه د دواړو هېوادونو د سوداګريزو راکړې ورکړې په موخه خلاصه شوه.