شیخ احمد الطيب: د نجونو زده کړو په هکله د طالبانو وروستۍ پرېکړه له شريعت سره په ټکر کې ده

پنجره ورځپاڼه: د مصر الازهر پوهنتون ستر شیخ احمد الطیب په افغانستان کې د طالبانو له لوري له پوهنتون څخه د نجونو منع کول د اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللي او د دوی په دې پریکړه یې خواشیني ښودلې ده.

شيخ الطيب ويلي، چې د نجونو زده کړو پر مخ دا ټکان ورکوونکې پرېکړه باید نه وای صادره شوې.

هغه زیاته کړې، چې دا تصمیم د شریعت خلاف او د قران کریم له بلنو سره په ټکر کې دی. شیخ احمد الطیب د افغانستان په اوسنیو چارواکو غږ کړی چې په خپلې پریکړې بیاکتنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د سعودي عربستان او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو علماوو د نجونو زده کړو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې او خواشيني يې پرې ښودلې ده.

Back to top button